د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال، سرور دانش ویلي په سیمه کې هر ډول ناوړه بدلون او ګډوډي نه یواځې دا چې افغان سوله زیانمنوي، بلکې د سیمې او له سیمې هاخوا هیوادونو لپاره هم بدې پایلې لري.
ښاغلي دانش چې پرون پنجشنبې ناوخته یې د اروپایي ټولنې یو شمیر سفیرانو سره خبرې کولې ویلي چې د افغانستان د سولې پرمختګ یواځې په دې کې دی چې د دغه بهیر مشري د افغانستان دولت سره وي.
دانش د افغان دولت په مشرۍ د سولې بین الافغاني خبرو پیلیدل د سولې بهیر د پرمختګ اصلي کلي بللې ده.
د همدې ترڅنګ په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر، جان بس هم ټینګار کړی چې د افغانستان جګړه په زرو نه ختمیږي، بلکې باید د خبرو له لارې ورته حل پیدا شي.
بله خوا د سولې چارو کې د دولت وزارت ویلي یواځې با ثباته افغانستان کولی شي د سیمې او نړۍ هیوادونو په ګټه وي.
دا په داسې حال کې دي چې د ایران او امریکا ترمنځ له پوځي او لفظي بریدونو وروسته داسې اندیښنې پيدا شوي چې کیدای شي دا پيښې د افغانستان د سولې پر بهیر بد اغیز وکړي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین د دې خبر په اړه ویلی د ایران او امریکا ترمنځ اخ او ډب به پر افغان سولې هیڅ اغیز ونه کړي، ځکه چې د ده په وینا د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه شوې او یواځې لاسلیک ته په تمه دي.
ویل کیږي چې د امریکا او طالبانو استازي همدا اوس په قطر کې دي، خو د اوربند په تړاو اختلافونو له امله د دوی ترمنځ رسمي خبرې نه دي پيل شوي.