د امریکا ولسي جرګې چې ډیری یې ډیموکراټان دي د ایران خلاف جګړې لپاره د دې هیواد د ولسمشر د واک کمولو یا محدودولو پرېکړه تصویب کړه.
خو د سپنې ماڼۍ ویاندې دغه پریکړه غیر الزامي او او بې اعتباره بللې او ویلي یې دي چې دغه طرحه به په سنا جرګه کې د جمهوري غوښتونکو اکثریت ته په پام سره رایه وانخلي.
دموکراتانو دغه طرحه د تړمپ په امر د قاسم سلیماني له وژل کیدو او د ایران پر وړاندې د پوځي مقابلې لپاره د ولسمشر ګواښونو څخه وروسته چمتو کړې ده.
د دې پرېکړه لیک موخه دا ده چې د ایران سره د هر ډول کړکېچ په حالت کې باید ولسي جرګه د پوځي ځواب ور کولو منظوري وکړي.
د پنجشنبې په ورځ د امریکا ولسي جرګې په دغه پرېکړه لیک کې د امریکا ولسمشر ته ویلي، چې د ایران خلاف تر هغه پوځي عمل نشي کولی چې له کانګرېس نه یې اجازه اخیستې نه وي.