د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په ټاکل شوې موده کې د خپل کار پایلو اعلانولو کې پاتې راغي.
دغه کمیسیون ژمنه کړې وه چې نن د جدې په ۱۹مه به د ټاکنو په اړه د شویو شکایتونو څېړنه پای ته رسوي او پایلې به یې له خلکو سره شریکوي، خو یاد کمیسیون ویلي، چې په ځینې ولایتونو کې د شکایتونو د ډېروالي له امله دوی نه دي توانېدلي ټولو شکایتونو ته رسېدګي وکړي.
د شکایتونو کمیسیون وایي په ۲۱ ولایتونو کې د ۸۷۰ محلونو رایې بیا شمیرل کیږي.
له تیرو دوو ورځو راهیسې د نوماندانو د استیناف غوښتنې بهیر هم پيل شوی، خو تراوسه هیڅ یوه رایه نه ده باطله شوې.
د کمیسیون چارواکي وایي دوی هڅه کوي چې د راتلونکې اوونۍ دوشنبې تر ورځې ټول شکایتونه وڅېړي او پایلې یې خلکو سره شریکې کړي.