یو شمیر لرغون پوهانو خبرداری ورکړی چې د افغانستان په بامیان ولایت کې فرهنګي میراثونه د اقلیمي بدلونونو له امله د ورکیدو له خطر سره مخ شوي دي.
دغو لرغون پوهانو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د بامیانو کلتوري میراثونه د طالبانو له برید او د غلو له شوکو وروسته، اوس دغه مرکزونه د اقلیمي بدلونونو له ګواښ سره مخ شوي دي.
دغو لرغون پوهانو ویلي چې سختو بارانونو او واورو دغه تاریخي ارزښتونه د ورکیدو او ورانیدو له ګواښ سره مخامخ کړي دي.
افغانستان کې د فرانسې د لرغون پوهنې د استازولۍ مدیر، فلیپ مارکیک ویلي چې دغه اقلیمي بدلونونه پر تاریخي ودانۍ ژورې اغیزې شنیدلی شي.