د ملي امنیت ځواکونو په کابل کې د حقاني شبکې دوه غړي چې، غوښتل یې د هېواد د خپلواکۍ سلمې کلیزې پر مراسمو راکټي بریدونه وکړي، نیولي دي.
د ملي امنیت ځواکونو په کابل کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړی چې په ترڅ کې د حقاني شبکې دوه غړي نیولي چې غوښتل یې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې پر مراسمو راکټي برید وکړي.
د ملي امنیت د خبرپانې له مخې، د ملي ځانګړو امنیت ځواکونو نن دوشنبه د کابل ښار د شپاړسمې حوزې اړوند قلعه زمان خان سیمه کې د حقاني شبکې دوه غړي جمشید مشهور په «صابر» او رحمت الله نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې، نیول شویو کسانو غوښتل چې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د مراسمو د اخلالولو په موخه په ولسمشرۍ ماڼۍ او ملي دفاع وزات راکټي بریدونه وکړي.
د خبرپاڼې له قوله، له یادو کسانو سره یوه پایه هاوان سره له ۱۶ مرمیو، ۴۵ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ۱۲ حلقې مقناطیسي مایونونه، له چاودېدونکو توک ډک یو واسکټ، یو میل کلاشنکوف، دوه مبایلونه او د چاوېدونکو واسکټونو د جوړولو وسایل نیول شوي دي.