د ایران پاسداران انقلاب ځواک وایي، په عراق کې یې د امریکایي ځواکونو پر دوو مرکزونو برید کړی او تر یو درځن زیات بېلسټیک توغندي یې ور غورځولي دي.
د امریکې ولسمشر ډنلډ ټرمپ دغه بریدونه تایید کړي خو وایي تر اوسه یې د تاوان اوښتو په اړه ارزونه روانه ده.
ایران ګواښ کړی چې که امریکا د قاسم سلیماني په بدل کې ددغو بریدونو جواب ورکړي نو بدې نتیجې به ولري، خو ولسمشر ټرمپ وایي امریکا په نړۍ کې ځواکمن او په وسلو سمبال پوځ لري او د ایران د برید په اړه به د جنورۍ پر اتمه خپل دریځ څرګند کړي.
ن د این مذهبي مشر او د امریکا ولسمشر د دغه برید په اړه ولس ته وینا کوي.