د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي په ۲۰۱۹ کال کې څه باندې ۳زره تنه د جنایي جرمونو په ترڅ کې ټپیان شوي او ۱۵۳ تنه نور وژل شوي دي.
د دغه وزارت شمیرې ښيي چې په ۲۰۱۹ کال کې په ټول هیواد کې ۱۰۲۳ جنایي پيښې شوي چې په پایله کې یې ۱۵۳ تنه وژل شوي او ۳۱۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د دې رپوټ په اړه ویلي چې دوی جنایي جرمونو سره مبارزې لپاره یو لړم پروګرامونه پيل کړي چې په وروستي مورد کې یې ۲۰ تنه پولیس سرتیري مجرمینو سره د لاس لرلو په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
دا په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو څو ورځو کې په کابل کې د جنایي پیښو زیات رپوټونه خپاره شوي او د خلکو پراخ غبرګونونه یې هم پارولي دي.
کورنیو چارو وزارت ویلي د کابل امنیتي وضعې ښه کیدو لپاره یې یو لړ پلانونه په پام کې نیولي دي چې ډير ژر به پلي شي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا د روان لمریز کال د لیندۍ میاشتې نه د مرغومې تر پنځلسمې نیټې پورې په ټول هیواد کې ۲۰۳۳ کسان د جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې دي چې نن په کندز ولایت کې هم د نا امنیو او غلاوو د ډیریدو له امله یو شمیر هټیوالو لاریون کړی و.