د ایران د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف وایي امریکا د سیمې په جګړو کې خپلې ګټې ویني له همدې امله یې د سیمې د هیوادونو وضعه زیاته خرابه کړې ده.
ښاغلي ظریف چې نن سه شنبه یې تهران کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د سیمې شرایط د امریکا د لاس وهنو له امله د ښه کیدو په حال کې نه دي.
د ده په ویناد افغانستان او یمن په ګډون د سیمې هیوادونه کلونه کیږي چې د امریکا لاسوهنې زغمی.
ظریف وویل د سیمې هیوادونو د شرایطو ښه کیدو لپاره یوې ټولیزې هڅې ته اړتیا ده ترڅو سیمه کې د تحمیلی جګړې مخه ونیول شي.
د ظریف په باور امریکا د سیمې جګړه کې خپلې ګټې پلټي، له همدې امله د ډونالډ ټرمپ له واکمنیدو وروسته د امریکا د پوځي لګښتونو کچه هم زیاته شوې ده.
جواد ظریف د قاسم سلیماني د وژل کیدو په اړه وویل دوی به له امریکا په یو مناسب وخت او ځای کې داسې ډول غچ واخلي چې امریکا تر ټولو زیات درد احساس کړي.
هغه دا هم وویل چې امریکا د سلیماني په وژلو سرهد اسیا لویدیځ کې د خپل نا مشروع حضور د پای ټکی کیښود.
د ایران او امریکا ترمنځ ناندرۍ له هغه وروسته زیاتې شوې چې امریکا په عراق کې د ایران د سپاه پاسدارانو د قدس ډلې مشر قاسم سلیماني وواژه.