د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څارونې ادارې په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې د افغانستان کابو نیم وګړي له روحي او رواني ناروغیو سره مخ دي.
دغه نړیوال بنسټ د افغانانو دغه وضعیت لپاره اندیښنه ښودلې او دغو ناروغانو ته د جدي رسیدنې غوښتنه یې کړې ده.
د همدې ترڅنګ د ملګرو ملتونو روغتیايي سازمان هم ویلي چې د افغانستان د وګړو د دریو برخو دوه برخې یې د زیان لیدنې یو یا څو تجربې لرلي او یو میلیون نور افغانان ژور خپګان سره مخ دي.
افغانستان کې د جګړو او نا امنیو پراخ لمن، بې وزلي، بیکاري، او فساد د رواني ناروغیو د پيدا کیدو اصلي عوامل بلل کیږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ډلې د افغانستان له حکومته غوښتي چې د افغانانو دغو ستونزو حل لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
په رپوټ کې راغلي چې کابو یو میلیون افغانان ډپریشن یا ژور خپګان لري او یو میلیون نور یې په اندیښنو کې شپې ورځې تیروي.
که څه هم د افغانستان حکومتونو په کراتو د ستونزو د حل او د خلکو وضعه کې د بدلون راوستلو زیات شعارونه ورکړي دي، خو لیدل کیږي چې د خلکو وضع مخ پر خرابیدو ده.
یواځینۍ وسیله چې کولی شي د افغانانو دغه ستونزه حل کړي سوله او امنیت دی، چې د افغانستان خلک له کلونو راهیسې ورته سترګې په لاره دي.