د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په ټاکل شوې نیټه کې د ټولو شکایتونو د څيړلو خبر ورکړی.
ددغه کمیسیون غړو نن یکشنبې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د دولت ساز او همپالنې ټاکنیزو ډلو زرګونه شکایتونه معتبر ګڼل شوي دي او ټولو ته به رسیدګي کېږي.
ددغه کمیسیون د غړو په خبره دوی هڅه کوي خپلې چارې په ټاکل شوې موده کې پای ته ورسوي او ټولو شکایتونو ته په سمه او شفافه توګه رسیدګي وکړي.
د شکایتونو کمیسیون دغه راز ویلي چې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره په تماس کې دي او دواړه لوري به د شکایتونو په څېړنه کې له یو بل سره همکاري کوي.
د شکایاتو کمیسیون د ځینو مرکزونو د رایو بیا شمېرنه هم یاده کړه او په خبره یې پر هغو مرکزونو چې شکایتونه ثبت شوي دوی به یې رایې بیا شمېري او خپله پرېکړه به په شفافه او بې طرفانه توګه له خلکو او ټاکنو خپلواک کمیسیون سره شریکوي.