بریټانیا خپل وګړي افغانستان ته له تګ نه منع کړي او همداشان یې افغانستان کې خپلو میشتو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې دغه هیواد کې یو شمیر سیمو ته له تلو ډډه وکړي.
د بریټانیا دولت خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې افغانستان کې په ځانګړي توګه شنو سیمو کې له غیر ضروري تګ راتګه ډډه وکړي.
بریټانیایي ادارې ویلي د دوی وګړي باید داسې شرایطو کې ووسي چې د ستونزو رامنځته کیدو پرمهال وکړای شي له افغانستانه ووځي.
بریټانیایي ادارې همداشان سپارښتنه کړي چې بریټانیایان باید شپې په هوټلونو او میلمستونونو کې تیرې نه کړي.
دا خبرداری له هغه وروسته ورکول کیږي چې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت زیاتې خړې شوي او د دوی ترمنځ د جګړې احتمال زیات شوی دی.