امریکا منځني ختیځ کې د خپلو ګټو خوندي کولو لپاره دغې سیمې ته ۳زره او ۵۰۰ نور سرتیري لیږلي دي.
امریکایي خبري رسنیو د یو شمیر امریکایي پوځیانو له قوله لیکلي چې دغه سرتیري منځني ختیځ ته روان شوي او ټاکل شوې ده چې دوی په سعودي عربستان، عربي اماراتو، عراق او کویټ کې ځای پر ځای شي.
د یادولو وړ ده چې دغه سرتیري د دوو میاشتو لپاره ماموریت پر غاړه لري او کیدای شي چې د اړتیا په صورت کې یې د ماموریت موده وغځیږي.
له دې وړاندې هم د ۷۵۰ د امریکایي سرتیرو یوه ډله په بغداد کې د امریکا سفارت خوندي کولو لپاره ځای پر ځای شوي و.
دا په داسې حال کې دي چې د ایران او امریکا اړیکې په وروستیو څو اونیو کې تر ټولو زیات کړکیچنې شوي دي.
امریکایي ځواکونو پرون جمعه د ایران د سپاه پاسدارانو د قدس ډلې مشر قاسم سلیماني په بغداد کې وواژه.
د امریکا دا ګام د ایراني چارواکو توند غبرګونونه پارولي دي.