د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي دغه ولایت کې سږ کال د ګوړې تولید زیات شوی دی.
د چارواکو په ویناد ننګرهار د څلورو ولسوالیو په شاوخوا ۱۷ سوه هکتاره ځمکه باندې ګني کرل شوي او سږکال يي شاوخوا سل ټڼه حاصل ورکړی.
ګوړه جوړونکي وایي که حکومت ورسره د تخم، کاري وسایلو او روزنې برخه کې همکاري وکړي د هیواد سربیره به بهرنیو هیوادونو ته هم ګوړره صادر کړي.
د ګوړې جوړل له کلونو راهیسي د ننګرهار په یوشمیر ولسوالیو په ځانګړي توګه کامېولسوالۍ کې روان دي.
افضل خان چې د کلونو راهیسې د ګنیو څخه ګوړه جوړوي ویلي بزګران ورته د ګوړې جوړیدو لپاره ګني ور وړي او په اتیا منو کې ترې ۳۲ منه مزدوري اخلي.
په کامېولسوالۍ کې د ګنیو بزګران وایي سره له دې چې ګڼې ستونزي لري خو د کلونو راهیسي دغه کار کوي او د خپل کار څخه خوښ دي.
دوی وايي که حکومت ورته کاري وسایل د ګنیو د روزني په برخه کې زده کړې او بهرنیو هیوادونو له خوا د ګوړي په وارداتو بندیز ولګوي کاروبار به يي څو څنده نور هم لوړ شي .