کورنیو چارو وزارت وایي په ۲۰۱۹ کال کې د طالبانو په چاودنو، چریکي بریدونو او ځانمرګي بریدونو کې ۷۳۹۱ ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
دغه وزارت نن جمعه د مرغومې په دیارلسمه نیټه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو تیر میلادي کال خپلو موخو ته رسیدو لپاره پر ملکي اهدافو بریدونه کړي چې نتیجه کې یې۲۲۱۹ ملکي هیوادوال وژل شوي او۵۱۷۲ نور ټپیان شوي دي.
کورنیو چارو وزارت د طالبانو دغه راز بریدونه چې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي، جنګي جنایت بللی دی.
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد هم په ۲۰۱۹ کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه یو رپوټ خپور کړی دی.
د دغه رپوټ پر بنسټ په ۲۰۱۹ کال کې پر ملکي وګړو۲۲۹۱ پيښې ثبت شوي چې۲۰۷۹ پيښې د بهرنیو او افغان ځواکونو له لوري شوي دی.
مجاهد د ملکي وګړو د ډری مرګ ژوبلې پړه پر افغان او بهرنیو ځواکونو ور اچولې ده.
افغانستان یو له هغو هیوادونو نه دی چې د ملګي وګړو د مرګ ژوبلې کچه پکې تر ټولو زیاته ده.
دغه مرګ ژوبله، د وسله والو طالبانو د بریدونو، د بهرنیو ځواکونو هوایي بمباریو او افغان ځواکونو شپنیو عملیاتو په نتیجه کې اوړي.