ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کليزې د نمانځنې ته د وینا پرمهال وویل، په کابل کې د ودونو تالار کې د ځانمرګي برید د قربانیانو د درناوي په پار مونږ د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د لمانځلو مراسم وځنډول.
ولسمشر غني وویل: «مونږ په کابل کې د ترهګریز برید د قربانیانو د درناوي په پار د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې لمانځلو مراسم وځنډول. دښمن د ملکي وګړو د وینو تویولو له امله زمونږ شانداره مراسم وځنډول.»
د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د لمانځغونډې مراسم داسې مهال په رسمي ډول د ولسمشر غني لخوا ځنډول کیږي چې، تېره ورځ په کابل کې د شهر دوبۍ ودونو تالار کې د ځانمرګی برید له امله ۶۳ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۸۲ نور ټپیان شول.
همدارنګه ولسمشر غني د کابل د وړمې وړمې شپې خونړۍ پیښې ته په اشارې وویل چې، موږ ټول بشپړ تعهد لرو او تصمیم نیسو چې د تروریزم په ضد به د ولسواکۍ ملي خوځښت رامنځته کوو او له ترهګرو په غچ اخلو.
ده وویل: «موږ به دا غچ په دوه ډوله اخلو. اول، موږ به د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونه نمانځو. د هغوی قدرداني به کوو، چې د خپلو وینو په بدل کې زموږ له استقلال او ملي بیرغ څخه دفاع کوي.»
دغه راز ولسمشر غني وویل چې، په تېرو کلونو کې د طالبانو او د مختلفو تروریستي ډلو اکثریت مشران د ډيورنډ کرښې په شرقي او جنوبي څنډو کې وژل شوي دي.
ولسمشر غني وویل، زموږ ادعا ثابتوي چې د جنګ منشا او ځالې د ډیورنډ کرښې هاغه خواته دي.
ولسمشر غني له طالبانو غوښتل چې جګړه ودروی. ده وویل: « طالبه! که افغان یې د افغان په وینه ودرېږه کنه موږ سره په دې خاوره کې شریک نه یې.»