د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي د ټاکنو ترسره کولو اړوند کمیسیون ورسره د شکایتونو څیړلو په برخه کې تخنیکي چارو کې همکاري نه کوي.
د شکایتونو کمیسیون دارالانشا رسنیو ته ویلي چې د ټاکنو کمیسیون تر اوسه له دوی سره لازمه همکاري نه ده کړې.
خو د ټاکنو کمیسیون چارواکي وایي دوی د شکایتونو کمیسیون سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
بله خوا د ټاکنو یو شمیر څارونکي بنسټونه وایي چې د ټاکنو کمیسیون باید د رایو محلونو کې د ګډون کوونکو شمیر معلوم کړې وایي، ترڅو د شکایتونو کمیسیون له ستونزو سره مخ نه وایي.
د څارونکي په باور د ټاکنو اړوندو کمیسیونونو ترمنځ کمرنګه همکاري به د ټاکنو پر بهیر منفي اغیز وشیندي.
د شکایتونو کمیسیون همدا اوس د ټاکنو لومړۍ پایلې په تړاو شوو شکایتونو څیړلو باندې بوخت دی.
د دغه کمیسیون د چارواکو په وینا څه باندې اویا سلنه شکایتونه مستند بلل شوي او کیدای شي چې د ټولو شکایتونو ارزولو وروسته د ټاکنو پایله کې هم بدلون راشي.
د شکایتونو کمیسیون ته د لومړنۍ پایلو په تړاو ۱۶۵۰۰ شکایتونو رسیدلي دي.