امریکایي ځواکونو په عراق کې د ایران د سپاه پاسدارانو د قدس ډلې قومندان قاسم سلیماني وژلی دی.
قاسم سلیماني نن جمعه بغداد کې هوایي ډګر ته نږدې د امریکایي ځواکونو په برید کې وژل شوی دی.
د امریکا دفاع وزارت ویلي دا برید یې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر کړی دی.
په دې برید کې د سلیماني ترڅنګ د عراق د الحشدالشعبي ډلې مرستیال، ابومهدي المهندس هم وژل شوی دی.
قاسم سلیماني د سپاه پاسدران تر ټولو مشهور قومندان و او بهر کې یې د شیعه وسلوالو ډلو د ملاتړ او روزنې مسوولیت درلود
راپورونه وایي چې سلیماني هغه مهال ووژل شو، کله چې امریکایي الوتکو د نوموړي د موټرو پر کاروان چې د حشد شعبي شیعه وسله والې ډلې بدرګه کاوه، هوایي برید ترسره کړ.
باید وویل شي چې امریکا د ایران سپاه پاسداران ډله په خپل تور لیست کې هم شامله کړې او که د سلیماني وژل تائید شي، دا به پر ایران د امریکا تر ټولو لوی برید وي.