د افغانستان حکومت وایي شپږ میلیونه افغان ماشومان له جدي خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې بنسټ یا یونیسف د افغانستان حکومت سره د افغان ماشومانو د ساتنې په موخه یو ګډ کاري پروګرام لاسلیک کړ.
دغه پروګرام د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو لپاره چمتو شوی چې ۳۲ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي.
نن پنجشنبې په کابل کې په همدې موخه یوه غونډه جوړه شوې وه، چې د ولسمشر دویم مرستیال، سرور دانش، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سید انور سادات،د یونسف موسسې مشر شیما سین گوپتا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست او د عدلیې وزیرهم پکې ګډون کړی و.
ښاغلی دانش چې دې ناسته کې یې خبرې کولې بې وزلي، جګړې او د قانون نه پلي کیدل، د ماشومانو پر وړاندې سترې ستونزې یادې کړې.
ښاغلی دانش له ولسي جرګې هم غوښتنه وکړه چې د ماشومانو د ملاتړ قانون تصویب کړي.
د دانش په وینا په حقوقي برخه کې د ماشومانو ملاتړ لپاره ښه پرمختګونه شوي دي، خو د قانون عملي کولو کې لاهم ستونزې شته.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وویل افغانستان کې شپږ میلیونه ماشومان له جدي ګواښ سره مخ دي.
افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ بنسټ یا یونیسف مشرې وویل چې افغان ماشومان د جګړې او بې وزلۍ له امله له پراخو ننګونو سره مخ دي او د دې ننګونو له منځه وړلو لپاره ګډو هڅو ته اړتیا لیدل کیږي.
دغه پروګرام چې راتلونکو دوو کلونو لپاره په پام کې نیول شوی، ۳۲ میلیونه ډالر لګښت لري.
په لرې پرتو سیمه کې له زده کړو بې برخو ماشومانو لپاره د ښووځیو جوړول، کورنیو ته د عامه پوهاوي ورکول او د ماشومانو وضعې ته رسیدنه د دې پروګرام اصلي ټکي دي.