د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو کچه په تیرو دوو ورځو کې ډیره زیاته وه.
د نوي کال د رسیدو په شپه په دریو ولایتونو تخار، بلخ او کندز کې د افغان ځواکونو پر پوستو او اډو پراخ بریدونه وشول.
په دغو بریدونو کې ۲۷ سرتیري ووژل شول او یو شمیر نور ټپيان شول.
طالبانو د نوي کال په شپه شاخوا یوولس بجې د کندز دشت ارچي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یو شمیر پوستو بریدونه وکړل.
د افغان ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته د سهار تر دریو بجو پورې دوام درلود چې پایله کې یې ۹ امنیتي سرتیري ووژل شول.
د همدې ترڅنګ د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ کې هم همدې ته ورته پيښه وشوه.
د بلخ لویې لارې د پولیسو ویاند، احمد فواد صالح طالبانو د لویې لارې (علم خیل) سیمه کې د شپې پر لسو بجو د افغان ځواکونو پر یوې پوستې برید وکړ چې نتیجه کې یې ۸ افغان سرتیري ووژل شول.
وړمه شپه تخار ولایت هم د طالبانو د پراخو بریدونو شاهد و چې د یو شمیر افغان سرتیرو په مرګ ژوبله پایته ورسیدل.
همدا شان د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالۍ هم تیره شپه طالبانو د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو برید کړی دی.
د سرپل د ولایتي شورا مشر، محمد نور رحماني ویلي په دې نښته کې ۱۴ تنه سیمه ییز پولسیو وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د سرپل ولایتي مقام بیا ویلي دا برید وړمه شوې او یو سرتیری پکې وژل شوی دی.
د دفاع وزارت د شمیرو له مخې یوځې تیره یوه اونۍ کې ۹۰ تنه افغان سرتیري په ټول هیواد کې طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.
طالبانو په وروستیو څو ورځو کې پر افغان ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي دي.
طالبانو د همدې اونۍ په لړ کې د جوزجان ولایت درزاب ولسوالي هم د افغان ځواکونو له منګولو ایستلې ده.
افغان چارواکي وایي افغان ځواکونو له دغې ولسوالۍ تاکتیکي شاتګ کړی دی.