د افغانستان د کرنې، اوبه لګونې او مالدارۍ وزارت د پنبې حاصلاتو د زیاتیدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي چې په روان لمریز کال کې له ۷۳زرو ټنو زیات پنبه تولید شوي دي چې د تیر په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی ښیي.
افغانستان کې د پنبې حاصلاتو لاندې ځمکې څه باندې پنځه زره هکتارو ته رسیږي.
د کرنې وزارت د شمیرو له مخې سږ کال:
په بلخ ولایت کې ۳۵ زره ټنه
په هلمند کې ۱۵ زره ټنه
په کندز کې ۷ زره او څلور سوه ټنه
او په ننګرهار کې ۴رزه اته سوه ټنه پنبه تولید شوي دي.
په دې ترتیب سره سږ کال په ټول هیواد کې د پنبې تولیدات د تیر کال په پرتله ۱۶ زره ټنه زیات شوي دي.
د کرنې وزارت وایي د پنبې تولیداتو د لا زیاتیدو لپاره یې په ۱۴ ولایتونو کې نمایشي قطعې جوړې کړي دي.
پاکستان د افغانۍ پنبې د پیر اصلي بازار بلل کیږي چې د هیواد سوداګر هر کال له بلا ستونزو او لګښتونو سره خپل توکي دغه هیواد ته استوي.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونه وایي د پاکستان اقتصادي عالي شورا اوس تازه د ځمکې له لارې د پنبې وارداتو ته اجازه ورکړې ده.
د دغې ګډې خونې مشر، نقیب الله صافي ویلي چې اسلام اباد د هیواد پر پنبې تعرفۍ ختمې کړي او دغو توکو لپاره یې خپلې دروازې پرانستي دي.
د افغانستان حکومت د پنبې دانې او نباتي غوړیو د تولید کارخونو جوړولو لپاره له ازبیکستان هیواد سره یو تخنیکي او مشورتي هوکړه لاسلیک کړې ده.
د حکومتي چارواکو په وینا ټاکل شوې ده چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې د پنبې کارخونې ماشین الات هیواد ته را ورسیږي.
د مالیې وزارت وایي په بلخ کې د دغې کارخونې جوړولو سره به په لومړي پړاو کې د پنبې د تولید ظرفیت په ورځ کې ۱۵۰ زرو ټنو ته ورسیږي.