یونیسف اداره وايي چې افغانستان کې د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ باندې ۳۵۳۱ ماشومان زیږېدلي دي.
د يونيسف ادارې نن اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د نوي کال په ورځ شاوخوا ۳۵۳۱ ماشومان زېږېدلي دي.
یونیسف ادارې د خبرپاڼې پر بنسټ په ټول نړۍ کې د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ باندې ۳۹۲،۰۷۸ ماشومان زیږیدلي دي.خو افغانستان کې بیا ۳۵۳۱ تنه زیږیدلي دي او دا شمیر په نړۍ کې د نویو پيدا شویو ماشومانو د شمیرو۰،۹ سلنه برابروي.
ددې ادارې اجراییوي مشرې ویلي دي چې ” د نوي کال او نوې لسيزې پيل نه يوازې زموږ د راتلونکي لپاره بلکې له موږ څخه وروسته د راتلونکي نسل لپاره هم د هيلو او اميدونو انعکاس دی. کله چې د کال د کليزې هره پاڼه اوړي، نو د هر ماشوم د ژوندانه د سفر پيل لاملونه او اسانتياوې، چې که ورته برابر شوي وي، موږ ته را په يادوي.”
له دې سره بیا د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق وايي په تیرو لسو کلونو کې بیا زرګونه ماشومان وژل شوي ځینې تښتول شوي او ځینې نور بیا ځورول او حتی جنسي تاوتریخوالي یې هم په وړاندې باندې هم ترسره شوی دی.