جوزجان ولایت اقچې ولسوالۍ حیدرآباد سیمه کې د امنیتي سرتیرو باندې طالبانو له لوري برید ترسره شوی دی.
د جوزجان والي ویاند یک تلویزیون ته وايي چې طالبانو تیره شپه د تیارې څخه په ګټې اخیستنې سره امنیتي ځواکونو باندې برید ترسره کړي دي.
آذر وايي چې په دې برید کې څلورلس تنه امنیتي سرتیري وژل شوي پنځه تنه ژوبل شوي دوه نور سرتیري بیا لاهم نادرک دي.
خو د والي ویاند دا هم وايي چې په دې برید کې طالبانو ډلې اوه تنه غړي وژل شوي او درې تنه نور یې ژوبل شوي دي
دا په داسې حال کې ده چې په تیره اونۍ بلخ ولایت کې هم امنیتي سرتیرو په پوستو باندې د طالبانو له لوري برید ترسره شو چې په پایله کې یې سرتیرو ته مرګ ژوبله واړوله.