د طالبانو ډلې مشر هیبت الله په افغانستان کې لس ورځني اوربند باندې هوکړه کړې ده
د طالبانو ډلې مشر ملا هیبت الله په افغانستان کې لس ورځني اوربند په اړه باندې هوکړه کړې ده.
امریکايي رسنیو لیکلي دي چې د طالبانو مشرتابه ددې ډلې د مذاکره کوونکي پلاوي سره تیره اونۍ پاکستان ته سفر کړې وه د خبرو نه وروسته بیا هوکړه کړې چې په افغانستان کې اوربند ترسره شي.
خو په دې اړه باندې بیا چې دا اوربند به له کومې ورځې وروسته عملي بڼه واخلي هيڅ نه دي ویل شوي.
اسوشیتید پریس لیکلي چې هیبت الله سراسري اروبند باندې هوکړه کړې ده خو تر اوسه پورې یې منظور کړی نه دی.
په راپور کې همدارنګه راغلي دي چې د طالبانو مرکه کوونکي پلاوي چې تیره اونۍ د خپلو مشرانو سره د سلا او مشورې له پاره کویټې ته تللی وه بیرته قطر ته ستانه شوی دی.