تیره شپه وسله والو د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې ولسي پاڅون کوونکو په قومندان باندې برید کړی دی چې په دې برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده
د تخار والي ویاند جواد هجري یک تلویزیون ته وايي چې تیره شپه وسله والو د دې ولایت خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو د مشر ملک احمد تاتار باندې برید ترسره کړی دی چې د برید په ترڅ کې۱۴ تنه وژل شوي او۴ تنه نور ټپیان شوي دي