د قزاقستان د (بک ایر) هوایي شرکت یوه الوتکه له سل تنو سورلیو سره د دغه هیواد په سویل خیتځ ښار الماتا کې لویدلې ده.
قزاقي چارواکو ویلي دغه الوتکه نن جمعه سهار له پورته کیدو څو شیبې وروسته لویدلې ده.
دغه الوتکه له ۹۵ مسافرو او ۵ کارکوونکو سره د پلازمینې نورسلطان ښار ته روانه وه.
د قزاقستان ولسمشر په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د دې پيښې له مسوول سره به جدي چلند کیږي.
په دې پيښه کې تر اوسه د ۱۵ تنو د وژل کیدو او ۶۶ تنو د ټپي کیدو رپوټ ورکړل شوی دی.