ملي دفاع وزارت په لغمان ولایت کې د طالبانو د نومول شوي والي په ګډون د ۲۶ طالب وسله والو د وژلو خبر ورکړی.
د دغه وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو نومول شوی والی ذین العابدین، د علیشنګ ولسوالۍ لپاره د دوی پخوانی ولسوال قاري مهراج او د طالبانو د سرې قطعې قومندان مولوی صبور په ګډون ۲۶ وسله وال په یوه هوایي برید کې وژل شوي دي.
دا برید تیره شپه د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې شوی دی.
دفاع وزارت ویلي چې د خالد عملیاتو په چوکاټ کې تر اوسه د طالبانو لسګونه والیان، ولسوالان او قومندانان وژل شوي دي.
خو د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد په لغمان کې د دوی له خو د ټاکل شوي والي د وژل کیدو خبر رد کړی دی او ویلي یې دي چې د دوی والي روغ رمټ دی.