سی ان ان خبري شبکې د ځینو سرچینو له قوله لیکلي چې کیدای شي د افغانستان امریکایي پوهنتون په راتلونکي میلادي کال کې وتړل شي.
د راپور پر بنسټ د دې پوهنتون ۶۰ سلنه لګښت د امریکا د پراختیایي بنسټ (USAID) له لوري ورکول کېږي او راتلونکي کال کې ښایي همدا مرستې بندي شي.
د دې پوهنتون تمویلوونکو ویلي، علمي بنسټونه باید ددې وړتیا ولري چې د وخت په تېرېدو په خپلو پښو ودرېږي.
سرچینې ویليد امریکایي پوهنتون مسوولینو د دې مرستو د پرېکېدو له ویري راتلونکي ۲۰۲۰ میلادي کال لپاره خپل پروګرامونه نه دي جوړ کړي.
دا پوهنتون د طالبانو تر سقوط وروسته په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د امریکا د لومړۍ میرمنې لورا بوش له لوري جوړ شوی دی او د افغانستان په کچه یو له غوره پوهنتونو څخه بلل کېږي.