د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند شهر دوبۍ ودونو تالار کې خونړۍ چاودنې چې، ۶۳ کسان پکې مړه او له ۱۸۰ زیات ټپیان شول، پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، دغه خونړۍ چاودنه پر انسانیت او بشریت برید دی او زیاتوي چې، په پېښه کې ټول ولسي وګړي وژل شوي او هیڅ نظامي پکې نشته.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې، نړیواله ټوله باید د دا ډول وحشیانه کړنو په وړاندې چې، عام وګړي پکې وژل کیږي، پټه خوله پاتې نشي.
د ولسمشرۍ ماڼې د خبرپانې له قوله، ټولو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه شوې چې ژر تر ژره د یادې پیښې د قربانیانو انتقام واخلي او ټینګار یې کړی چې، د خوښیو پر مراسمو، مسجدونو، ښوونځیو، بازارونو او عامه ځایونو بریدونه د ترهګرو کار دی.
ورته مهال د افغانستان د ملي امنیت شورا د واده په مراسمو کې پر ولسي ګړو دغه برید د اسلامیت او انسانیت خلاف کړنه بولي ده.
د ملي امنیت شورا به خبرپاڼه کې راغلي: «د لوی اختر له مبارکو ورځو يوه اوونۍ نه ده تېره او افغان ولس د خپلواکۍ د سلمې کليزې د خوشاله تجليل لپاره تياری نيسي، زموږ د دين او هيواد دښمنانو د خوښۍ يو بل پروګرام په نښه او زموږ لسګونو بې ګناه هيوادوالو ته يې مرګ ژوبله واړوله. د واده په مراسمو کې پر ملکي نارينه و، ښځو او ماشومانو د ټوپک خوله اړول د اسلاميت او انسانيت له هيڅ اصل سره نه دی برابر.»
ورته مهال د ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند محمد اشرف غني د چاودنې پړه پر طالبانو اچوي. نوموړي په ټوېټر کې ویلي چې، طالبان نشي کولای ددې برید له ملامتۍ څخه ځان خلاص کړي.
همدارنګه د ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله یاده چاودنه یوه غیرانساني کړنه او پر انسانیت برید بللی دی.
بلخوا اروپایي ټولنه وایي، د یادې پیښې عاملین د انسانیت دښمنان دي.
اروپایي ټولنې په ټوېټر کې ویلي، دا ډول چاودنې یوازې په غندلو بسنه نه کوي او زیاتوي، چاچې په کابل کې د ودونو تالار کې چاودنه رامنځته کړې؛ د انسانیت دښمنان دي.
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس دغه خونړۍ چاودنه خورا ناوړه عمل بللی دی.
که څه هم کومې ډلې تراوسه د پیښې مسوولیت نه دی منلی، خو وسله والو طالبانو په پېښه کې له لاس لرل رد کړي او دغه پیښه یې غندلې هم ده.
تېره ماخستن شااوخوا ۱۰:۴۰ دقیقې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند شهر دوبۍ د ودونو هوټل په منځ کې شوې ده چې له امله یې ۶۳ کسان وژل شوي او ۱۸۲ تنه نور ټپیان دي.