د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د یوه موټربم برید په پایله کې د ملي اردو ۶ سرتیري ووژل شول.
دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو نن پنجشنبې سهار د ملي اردو یوې اډې ته نږدې موټربم برید کړی دی چې پایله کې یې۶ سرتیري ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.
دوه ورځې وړاندې د بلخ دولت اباد ولسوالۍ کې هم د طالبانو یو برید کې ۹ سرتیري وژل شوي وي.
دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې سږ کال د افغان ځواکونو تلفات کم شوي دي.