ولسمشر غني او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پرون سه شنبې پر ټیلیفون خبرې کړي دي.
ولسمشر غني د دغو ټیلفوني خبرو په تړاو په خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل چې نریندرا مودي ورته د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنۍ پایلو د اعلان او په پایله کې د هغه د بریا مبارکي ورکړې ده.
د ولسمشر د ټویټ له مخې نریندرا مودي په افغانستان کې د ولسوالۍ او د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ ترڅنګ، د مرستو د دوام ژمنه کړې ده.
ولسمشر لیکلي: “د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب مې د هند لومړي وزیر څخه نه یوازې د ښه ګاونډي او دوست، بلکې د ستراتیژیک ملګري په توګه د هند د همېشني ملاتړ قدرداني وکړه او ورته ومې ویل چې د اساسي قانون تطبیق ته ژمن یوو.”
نریندرا مودي ولسمشر ته بلنه ورکړې چې ډیلي ته ورشي.
غني ویلي و چې په یو مناسب وخت کې به هند ته سفر وکړي او د یو لړ سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه به له نږدې بحث او خبرې ورسره کوي.
خو د هندي د بهرنیو چارو وزارت او لومړي وزیر له دفترونو په خپاره شوو خبرپاڼو کې د بریا د مبارکۍ ټکي نه لیدل کیږي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې نریندرا مودي د سه شنبې په ورځ له افغان ولسمشر سره پر ټیلیفون خبرې کړي او هغه ته یې د لومړنیو پایلو د اعلانیدو مبارکي ورکړې ده.
د مودي او ولسمشر غني ترمنځ دغو ټیلفوني خبرو په تړاو د دواړو هیوادونو بیلابیلې څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې هم بیلابیل غبرګونونه پارولي دي.
د فیسبوک یو شمیر چلوونکو ویلي ولسمشر غنی د دې لپاره چې خپل سیاسي مخالفین تر اغیز لاندې راولي د مودي خبرې یې تحریف کړي او خلکو ته دروغ ویلي دي.
د یادولو وړ ده چې ولسمشر غني څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم پر ټیلفون خبرې کړې وې چې همدې ته ورته غبرګونونه یې درلود.
ولسمشر ویلي و چې د ټرمپ له لوري سپینې ماڼۍ ته وربلل شوی او هوډ لري چې واشینګټن ته سفر وکړي، خو د دې بلنې په اړه د امریکایي ادارو اعلامیو کې هیڅ یادونه نه وه شوې.