د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د ټاکنو لومړنۍ پایلې پر وړاندې تردې مهاله څه باندې څلور زره شکایتونه د شکایتونو کمیسیون ته ور سپارلي دي.
د شکایتونو کمیسیون نن دوشنبې د معترضو ټاکنیزو ټیمونو د شکایتونو ثبتول پيل کړل چې دوه نورې ورځې هم دوام لري.
دغه کمیسیون وایي ټولو شکایتونو ته په قانوني او او بې پرې توګه رسیدنه کوي ترڅو ټاکنیز عدالت تامین شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرون د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې چې ولسمشر غني پکې ګټونکی اعلان شوی دی.
د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله په ګډون یو شمیر ټاکنیزو ټیمونو دغه پایله له درغلیو ډکه بللې ده.
د عبدالله عبدالله ترڅنګ ګلبدین حکمتیار هم ویلي چې دا پایله نه مني او د خپلو پلویانو د رایو دفاع به کوي.
په همدې حال کې د ټاکنو څارونکي بنسټونه هم د شکایتونو له کمیسیونه غوښتي چې شکایتونو ته په بې پرې او خپلواک ډول رسیدنه وکړي.
د ټاکنو پایلو له اعلانیدو ښکاري یو شمیر نوماندانو له تمې خلاف کمې رایې ترلاسه کړي دي.
اوس د ټاکنو کمیسیون وایي د دولسو هغو نوماندانو بانکي تضمین نه ورکوي چې له لس سلنې کمې رایې یې اخیستي دي.