د ایران د کډوالۍ ادارې یوه لوړ پوړي چارواکي دغه هیواد کې پر میشتو افغان کډوالو د نویو بندیزونو وړاندیز کړی دی.
دغه چارواکي دایران له دولته غوښتي چې پرینږدي څو افغانان په ایران کې د کار څښتنان شي او نور یې تر واک لاندې کار وکړي.
دغه چارواکي اندیښنه ښودلې چې زیات شمیر افغان کډوال په ایران کې د کار څښتنان دي او د سوداکرۍ او مشرتوب دندې ترسره کوي.
دغه چارواکي د ایران وروستیو اعتراضونو کې د یو شمیر افغان کډوالو ګډون ته هم اشاره کړې چې په وینا یې یو شمیر افغانان دغه اعتراضونو کې وژل شوي یا ټپيان شوي دي.
د دغه وړاندیز له مخې افغانان نشی کولی چې جایدادونه واخلي.
د ایران دولت په ۲۰۱۴ کال کې په رسمی ډول په خصوصي او دولتي شرکتونو کې د افغان کډوالو ګمارنه منع کړه.
د ایران دولت د خوړو صنایعو کې هم د سر اشپز په توګه د افغان وګړو ګمارنه منع کړې ده.