نږدې ۳۰۰ افغان سرتیري د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ کې داسې حال کې محاصره پاتې دي چې هیڅ لومړنیو امکاناتو ته لاس رسی نه لري.
په دغه ډله کې د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امینت سرتیري شامل دي، چې د (انتن تپه) سیمه کې کلابند شوي دي.
د درزاب د پولیسو قومندان نصرت الله په ټیلیفوني اړیکه کې یک تلویزیون ته په خبرو کې وویل چې دغو سرتیرو ته له تیرو لسو ورځو راهیسې هیڅ تدارکاتي مرستې نه دي رسیدلي.
د ولسي جرګې یو شمیر استازو هم نن ورځ د دغو سرتیرو د محاصره کیدو او دوی ته د نه پاملرنې له امله توندې نیوکې وکړې.
خو د ملي دفاع وزارت چارواکي دغو سرتیرو ته د نه پاملرنې علت، د هوا خرابوالی بولی او ټینګار کوي چې دغې ستونزې ته به ژر رسیدنه وکړي.
د درزاب ولسوالۍ چارواکي وایي دغه ځواکونه له تیرو څو میاشتو راهیسې په انت تپه سیمه کې چې په یوه لوړه کې موقعیت لري، ځای پر ځای شوي دي.
د درزاب ولسوالي شاوخوا سیمو کې د طالبان حضور هم یوه ننګونه بلل کیږي چې له امله یې دغو سرتیرو ته مرستي نشی رسیدلي.