د ټاکنو کمیسیون د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.
د دغو پایلو له مخې ولسمشر غني له پنځوس سلنې زیاتې رایې اخیستي او د لومړنۍ پایلو ګټونکی بلل شوی دی.
د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې په دې ټاکنو کې ټولټال یو میلیون ۸۲۴ زره ۴۰۴کسانو په ټاکنو کې رایې اچولي دي.
اشرف غني ۵۰.۶۴ سلنه رایې تر لاسه کړي دي او له نورو نوماندانو مخکې دی.
۷۲۰۹۹۰
هفت صد بیست هزار و 9 صد و نود
اشرف غني ۹۲۳۸۶۸ رایې اخیستي چې۵۰.۶۴ سلنه کیږي.
ورپسې عبدالله عبدالله۷۲۰۹۹۰ رایې ګټلي چې ۳۹.۵۲سلنه رایې کیږي.
ګلبدبن حکمتیار ۷۰۲۴۲ رایې
رحمت الله نبیل ۳۳۹۲۱ رایې
فرامرز تمنا ۱۸۰۶۶ رایې
سید نورالله جلیلي ۱۵۵۲۶ رایې
لطیف پدرام ۱۲۶۰۸ رایې
عنایت الله حفیظ ۱۱۳۷۴ رایې
حکیم تورسن ۶۵۰۴ رایې
احمد ولي مسعود ۳۹۴۲ رایې
محمد شهاب حکیمي ۳۳۲۴ رایې
غلام فاروق نجرابي ۱۶۰۶ رایې
حنیف اتمر ۱۵۶۰ رایې
نور رحمان لیوال ۸۶۵ رایې اخیستي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون نن اعلان وکړ چې معترض نوماندان کولی شي تر دریو ورځو پورې د شکایتونو کمیسیون ته خپل شکایتونه ور وسپاري.
ددغه کمیسیون مشره زهره بیان شینواري وویل لومړنۍ پایلې د نوماندانو د بریا یا د ناکامۍ په مانا نه ده او له خلکو یې وغوښتل چې په دې اړه له قضاوتونو ډډه وکړي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ ثبات او همپالنې ډلې په یوه اعلامیه کې د کمیسیون دا پریکړې غندلې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دا پایلې د پاکو او نا پاکو رایو له بیلولو پرته اعلان شوي او دوی ته هیڅ د منلو نه دي.