ټاکل شوې ده د افغانستان د پوځ یوه برخه د لومړي ځل لپاره له ترکي پوځ سره ګډ پوځي تمرینات وکړي.
د ترکیې پوځ اعلان کړی چې په نوي زیږدیز کال په پيل کې لوی پوځ تمرینات پيلوي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي دغو پوځي تمریناتو کې د افغان پوځیانو ګډون له هغه وروسته منل شوی چې د دغه وزارت مرستیاله، منیزه یوسفزاده ترکیې ته سفر وکړ.
د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په روان میلادي کال کې څه باندې ۷۰۰ افغان سرتیرو ترکیه کې پوځي روزنه ترلاسه کړې او څه باندې ۱۰۰ تنه ټپي سرتیري دغه هیواد ته د درملنې لپاره استول شوي دي.