طالبانو ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې قطر کې د طالب استازو یو پلاوی خپلو مشرانو سره سلامشورو لپاره پاکستان ته تللی دی.
دا سفر په قطر کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ خبرو د وقفې له رامنځته کیدو وروسته شوی دی.
سرچینې ویلي ټاکل شوې ده دغه پلاوی د یوه لنډمهاله احتمالي اوربند په تړاو خپلو کې سلامشورې وکړي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند، سهیل شاهین دوه ورځې وړاندې له امریکا سره د هوکړې لاسلیک کیدل، افغانانو سره د خبرو اصلي شرط بللي و ویلي و چې د افغانستان حکومت سره به پر اوربند وروسته خبرې کوي.
اوس افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي، رولاند کوبیا تازه د سهیل شاهین د دې پیغام په ځواک کې ویلي چې د امریکا او طالب تړون باید د اوربند او بین الافغاني خبرو یو بل تړون هم له ځان سره ولري.