د ترکیې استانبول کې د افغانستان جنرال کونسل ذکریا بارکزي ویلی د ترکیې پولو کې په تیرو نهو میاشتو کې ۳۵۰ افغان پناه غوښتونکي وژل شوي دي.
ذکریا بارکزيدغه شمیره بوږنوونکي بللې او ویلي یې دي چې د غیر قانوني افغان کډوالو وضعې ته اندیښمن دی.
د افغانستان د کډوالو وزارت وایي دوی هیواد ته راستنیدو لپاره د افغان پناه غوښتونکي د تشویق لپاره د ځمکې د ویش لړۍ پيل کړې ده.
اوس استانبول کې د افغانستان جنرال کونسل وایي نږدې ۳۰ زره افغان کډوال هیواد ته بیرته ستنیدو ته لیواله دي.
په افغانستان کې، بې وزلي، بیکاري، جګړه او نا امنۍ، له هیواده د افغانانو د تېښتې اصلي عوامل بلل کیږي.
دغه افغانان د دغو ناقانونه مهاجرتونو په جریان کې له مرګوني پیښو سره هم مخ کیږي.
که څه هم د افغانستان ولسمشر د ټاکنیزو کمپاین او د حکومت په موده کې په کراتو د کاري شرایطو د برابرولو او بې وزلۍ کمولو ژمنې کړي دي، خو لیدل کیږي چې افغانستان کې د بیکارۍ او بې وزلۍ کچه د لوړیدو په حال کې ده.