د ډونالد ټرمپ د استیضاح کېدلو د پروسې تصويب د ټرمپ او د امريکا د مشرانو جرګې له توند غبرګون سره مخ شوي ده.
ډونالډ د امريکا د استازو په جرګه کې د ډموکراټانو دا کار غندلی دی.
د امريکا مشرانو جرګه کې اکثريت جمهوريت غوښتونکو د ټرمپ د استيضاح پريکړه غېر عادلانه بللې ده.
د امریکا کانګرس کې د استازو جرګې بېګا ناوخته د ولسمشر ډونالد ټرمپ استیضاح ته رأیه ورکړه.
سپينې ماڼۍ د استازو جرګې دا کار د امريکا په تاريخ کې يو شرمونکی کار بللی دی او ويلې يې دي چې د جمهور رئيس د استيضاح کېدلو طرحه به په مشرانو جرګه کې رد شي.
پر همدې وخت کې د روسيې جمهور رئيس پر ډموکراټانو نېوکې کړي او ويلې يې دي چې فکر کوي ټرمپ د جعلي تورونو پر اساس له دندې څخه نشي لېرې کېدلای.
دا طرحه اوس د امريکا د مشرانو جرګې ته استول کېږي، تر هلته هم تصويب شي