د ټاکنو خپلواک کميسيون ويلې چې راتلونکې اونۍ به د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړي.
پرون د ټاکنو خپلواک کميسيون مسولينو ويلې وو چې د بدخشان او فارياب ولايتونو د رايو د بيا شمېرني پايلې د خرابې هوا له امله کابل ته نه دي رسېدلي او په وينا یې بغلان کې به د ورځي تر پايه د رايو بيا شمېرنه بشپړه شي.
ددې کميسیون د دارلانشا مشر هم پرون ويلې وو چې د ورځې تر پايله به د درو ولايتونو معلومات کميسيون ته ورسېږي او ثبت کېدل به يې يوه ورځ وخت ونيسي.
همدي وخت کې د ثبات او همپالني ټاکنيز ټيم مشر عبدالله عبدالله د تير په څېر يو ځل بيا ویلې چې که په نورو ۲۷ ولايتونو کې هم د رايو بيا شمېرنه يو ځل بيا ترسره نشي، نو د ټاکنو پايلې نه مني.