د امريکا د راتلونکي کال ولسمشريزو ټاکنو ته د ډموکراټانو نوماند جوبايډن ويلې چې په افغانستان کې د زياتو امريکايې ځواکونو شتون په دې هيواد کې جګړه نشي ختولی.
بايډ د يوې ټلويزوني مناظرې پر مهال ويلي کله چې يې د بارک اوباما د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله په هغه وخت کې هم افغانستان ته د زياتو امريکايي سرتيرو د استولو مخالف و.
جوبايډن دا هم ويلې چې افغانستان ته له ترهګرو سره د مبارزې په موخه د زياتو سرتيرو د استولو پر ځای بايد د استخباراتي جګړې په شمول له نورو بېلابېلو لارو څخه کار اخېستل شوی وای.
د يادلو وړ ده چې امريکا او ناټو د خپل څوارلس کلن ماموريت پر مهال افغانستان ته له ترهګرو سره د مبارزي په موخه يو لک او پنځوس زره سرتيري را استولي وو، خو تر دوه زره څوارلسم کال وروسته يې ددې سرتيرو شمير شپاړلس زرو ته کم کړ.
په دې وروستيو کېیو شمیر امریکایي سرچینواعلان وکړ چې امریکا په نږدې راتلونکي له افغانستان څخه څلور زره نور سرتېري هم باسي، خو تر دې مهاله لا ددې سرتيرو د اېستل کېدلو وخت نه دی مشخص کړی.