د امریکا د سنا جرګې د قضایي کمیټې مشر، لیندسي ګراهام ویلي استخباراتي نښې ښيي چې د داعش خراسان ډله چې د افغانستان په یو شمیر برخو کې فعالیت کوي، پر امریکا د برید هوډ لري.
لیندسي ګراهام چې افغانستان ته له سفر وروسته یې امریکا کې خبریالانو ته خبرې کولې ویلي، دا امکان شته چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر کم شی، خو دا کار به دومره ژر ونشي.
ګراهام ویلي: “زه باور لرم چې کولی شو افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر له دولس زرو کم کړو، خو په دې شرط چې د افغان ځواکونو وړتیاوې زیاتې شي ترڅو وکولی شي زموز او زموږ د ملګرو هیوادونو دفاع وکړي. موږ افغانستان کې د ځواکونو د کمولو پلوي کوي، نه د ټولو سرتیرو د ایستلو.”
دغه امریکايي سناتور همداشان ویلي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره باید د سیمې هیوادونه ترهګرو سره مبارزې لپاره مټې ونغاړي.
هغه دا هم ویلي چې غواړي د افغانستان د کمیابو طبیعي زیرمو په اړه له ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړي.
ده زیاته کړې: “د افغانستان د کانونو ارزښت به له یو تریلیونو ډالرو زیات وي، دغه هیواد کې د لیتیم په څیر زیات با ارزښته کاني مواد موجود دي. کوم کار چې ولسمشر ټرمپ یې کولی شي دادی چې دغو کانونو ته په متفاوت نظر وګوري.”
ده په افغانستان کې د داعش له ګواښه خبرداری ورکړی او له همدې امله د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو مخالفت کوي.
د افغانستان دفاع وزارت هم ویلي، سره له دې چې اوس افغان ځواکونه د زیاترو عملیاتو مشري پر غاړه لري، خو د نړیوالو ځواکونو ملاتړ ته هم اړتیا شته.