د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي د افغانستان سولې خبرو بهیر کې یو حساس پړاو ته رسیدلي دي.
خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې کابل ته په خپله دوه ورځني سفر کې یې د حکومت له مشرانو، سیاسي مشرانو او د ښځو حقونو فعالانو سره لیدلي دي.
خلیلزاد دا سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی.
خلیلزاد بیرته قطر ته تللی ترڅو طالبانو سره پر پاتې موضوع ګانو خبرې وکړي.
داسې اوازې هم شته چې کیدای شي د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون د راتلونکې اونۍ په جریان کې لاسلیک شي.