د امریکا ولسي جرګې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استضاح طرحه ومنله.
ښاغلي ټرمپ له دوو تورونو سره مخ دی؛ یو له واکه ناوړه کار اخیستل او بل د ولسي جرګې چارې خنډنۍ کول.
ولسمشر ټرمپ پر ځان ټول تورونه رد کړي او دا اقدام یې د کودتا په مانا بللی دی.
سپینې ماڼۍ یوه بیان کې دا پرېکړه “د ولسي جرګې په تاریخ کې د تر ټولو شرموونکې شیبې اوج” بللی او غندلی دی.
ولسي جرګې د چارشنبې له غرمې وروسته د ولسمشر ټرمپ د استیضاح پر طرحه بحث کاوه او په ورته مهال د کانګرس مخ ته مظاهره روانه وه.
اوس له ولسي جرګې وروسته مشرانو جرګه کې ولسمشر محاکمه کېږي، خو ویل کېږي له دندې د ګوښه کېدو لپاره یې ډیموکراټان د سنا له دریو دوه برخې رایې نه لري.
په دې ډول سره ډونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې دریم ولسمشر دی چې استیضاح کیږي.