د عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ ټاکنیزو ډلو د ټاکنو کمیسیون د یوه غړي حنیف دانشیار د ټاکل کیدو څرنګوالي په تړاو غبرګون وښود.
د دغو ټاکنیزو ډلو استازو چې نن چهارشنبې یې یوه ګډه خبري ناسته کې خبرې کولې له لویې څارنوالۍ وغوښتل چې د کمیسیون د دغه غړي د ټاکل کیدو په تړاو پلټنه وکړي او په دې اړه قانوني اقدام وکړي.
د ټاکنو قانون له مخې د ټاکنو کمیسیون کې د غړیتوب لپاره د غړو ټاکل کیدو لپاره د ۳۵ کلونو عمر شرط ټاکل شوی دی، خو اوس داسې رپوټونه خپاره شوي دي، چې د ټاکنو یوه غړي محمد حنیف دانشیار د ۳۴ کلونو په عمر د دغه کمیسیون غړی دی.
دغه رپوټ چې اطلاعات روز ورځپاڼې خپور کړي و په خلکو او چاوراکو کې زیات غبرګونونه وپارول.
په رپوټ کې ویل شوي چې دانشیار دغړیتوب ترلاسه کولو لپاره اسناد جعل کړي دي.
د ولسي جرګې غړو د اسنادو جعل جرم وباله او له عدلي او قضایي ارګانونو یې وغوښتل چې په دې اړه جدي اقدام وکړي.
حنیف دانشیار د کمیسیون هغه غړی دی چې د یو شمیر ټاکنیزو ټیمونو له خوا د دولت جوړوونکي ټیم په ملاتړ هم تورن شوی دی.