د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي د امریکایي ځواکونو ایستلو لپاره هر اقدام د افغانستان د سولې په ګټه دی.
چین ویلي باور لري چې د افغانستان جګړه یواځې له سیاسي لار حل کیدلې شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جینګ شونګ ویلي دوی د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوي.
جینګ شونګ ویلي چین د بین الافغاني خبرو او جګړې ختمولو لپاره د ټولو اړخونو ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ کوي او په دې لاره کې خپلې هڅې نه سپموي.
ټاکل شوې وه د افغانانو خپلمنځي ناسته په بیجینګ کې جوړه شي، خو رپوټونه وایي دا ناسته لغوه شوې وه.
د چین د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه دا خبر نه دی تایید کړی او وایي چې په تړاو له ټولو اړخونو سره پر خبرو لګیا دي.