د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی دی.
د دې سفر موخه د افغانستان سولې خبرو په تړاو د افغان حکومت مشرانو سره خبرې بلل شوي دي.
د ولسمشر ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي چې خلیلزاد نن چهارشنبي سهار نهه بجي کابل کې له ولسمشر غني سره لیدلي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې کتنه کې، ښاغلي خلیلزاد په قطر او پاکستان کې د وروستیو کتنو او بحثونو په اړه جمهوررئیس غني ته معلومات ورکړي دي.
اعلامیه کې ویل شوي چې له خلیلزاد سره د جمهوررئیس غني د خبرو اصلي محور، د اوربند تامین او له افغانستان څخه بهر د طالبانو پر پټنځایونو تمرکز و.
جمهوررئیس غني په دې کتنه کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر دوام خپلې اندېښنې بیان کړې.
په دې کتنه کې، دواړو لوریو هیله وښوده چې په افغانستان کې د پایداره سولې لپاره لومړی اوربند وشي.
خلیلزاد ولسمشر سره تر لیدنې وروسته له اجراییه مشر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي دي.