د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان دایمې استازې عادله راز او دغه بنسټ لپاره د هیواد د ځوانانو استازې عایشه خُرم د افغانستان پر سولې او جګړې خبرې کړي دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز ویلي سوله د افغانستان ددایمي پرمختګ لپاره مهمه ده او تلپاتې سوله هغه مهال راتلی شي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.
راز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه معلومات ورکړل او په خبره یې اوسنی حکومت ګڼې لاس ته راوړنې لري او راتلونکې ته د خلکو هیلې ډېرې شوې دي.
د نوموړې په وینا په افغانستان کې ګڼې ترهګرې ډلې فعالیت کوي خو اصلي لامل یې وسله وال طالبان دي او دغه ډله باید ژر تر ژره له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.
نوموړې پر ملګرو ملتونو هم غږ کړی چې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړي او په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.
عادلې راز په افغانستان کې د داعش او القاعدې د موجودیت اصلي لاملین طالبان بللي دي.
د عادله راز ترڅنګ ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان د ځوانانو استازې ایشه خُرم بیا دغه ناسته کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبله په اړهاندیښنه ښودلې ده.
اغلې خُرمدغه شورا ته د خبرو پر مهال ویلي چې په افغان جګړه کې اتلس کاله ماشومان، مېرمنې او ملکي افغانان وژل کېږي خو نړیوالو ددغه جګړې په ختمولو کې خپل مسوولیت نه دی ادا کړی.
خُرم دغه راز د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه او د ګڼو پېښو اسناد دغه شورا ته وړاندې کړي او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې ددغه اتلس کلنې جګړې د پای لپاره عملي ګامونه اوچت کړي.
دا په داسې حال کې دي چې تاکل شوې ده د همدې اونۍ په جریان کې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د افغانستان د سولې خبرې بیا پيل شي.