د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي، تدامیچي یماموتو سوله د افغانستان د راتلونکي حکومت لپاره لومړیتوب بللی دی.
تدامیچي همداشان افغانستان کې د اوربند په ټینګښت او تاوتریخوالي کمولو اړتیا باندې هم ټينګار کړی دی.
هغه ویلۍ د سیمې هیوادونه باید د افغانستان سولې لپاره یوه خوله شي او دا سوله باید د افغانانو په مشرتوب وشي.
د ده په وینا د افغانستان راتلونکی حکومت باید سولې لپاره چمتو شوی پلان ولري ترڅو د تیرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې وساتلی شي.
یماموتو دا خبرې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کې کړي دي.
هغه د افغانستان راتلونکي حکومت سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي هغه پروګرام چې افغانستان سره تر ۲۰۲۰ کال پورې په نظر کې نیول شوی، باید عملي شي.
ده د افغانستان تیرې ولسمشرۍ ټاکنې د تیرو هغو په پرتله ښې بللي خو ترڅنګ یې دغه بهیر کې د یو لړ ننګونو یادونه هم کړې ده.
یماموتو هیله ښودلی چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې ژر اعلان شي او ټولې خوایې یې پایلې ومني.