په خوست ولایت کې د سړک غاړې ماین د چاودنې په پایله کې لس ملکي کسان وژل شوي دي.
د خوست د والي ویاند، طالب منګل ویلي دا چاودنه نن سه شنبې سهار پنځه بجې د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ د بوخانې کنډو په چنار سیمه کې شوې ده.
په دې پيښه کې دوه میرمنې، درې ماشومان او پنځه تنه نارینه وژل شوي دي.
د خوست والي حلیم فدايي دا یو غیر اسلامي او غیر انساني عمل بللی دی او د عاملین د نیولو امری یې کړی دی.
د سړکونو پر غاړه د چاودیدونکو توکو ځای پر ځای کول د دولت د مخالفو وسله والو یو جنګي تکتیک دی او په دې سره غواړي چې د افغان امنیتي ځواکونو او چاروکو موټر والوزوي، خو په دې ماینونو باندې ډيری وخت د ملکي وګړو موټر ور برابریږي.
څو ورځې وړاندې په غزني ولایت کې هم همدې ته ورته پيښه شوې وه.