په مزار شریف کې نن سه شنبې سهار شاوخوا نهه بجې چاودنه شوې ده.
دا چاودنه د مزار شریف الکوزي چوک کې شوې ده.
زموږ د سیمې خبریال وایي دا چاودنه په یوه بایسکل کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو موادو د چاودنې له امله شوې ده.
د بلخ د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل یک تلویزیون ته وویل په دې چاودنه ې د ترافیکو ۵ پولیسو او یوه سرتیري په ګډون ۱۷ کسان ټپيان شوي دي.
د چاودنې هدف د ترافیکو یو موټر ښودل شوی دی.